د سویلي سوډان یاغیانو د یکشنبې په ورځ د 10 ایالتونو د جوړولو په ګډون د حکومت د سولې وړاندیز رد کړ چې د شپږ کلنۍ جګړې د پای ته رسیدو تمه ناکامه شوه چې له امله یې 380000 تنه وژل شوي دي.
ولسمشر سلوا کییر ویلي وو چې هغه به د اوسنيو 32 سیمه ایز ایالتونو شمیر 10 ایالتونو ته کم کړي چې د یاغیانو کلیدي غوښتنه بلل کیږي، تر څو د یووالي حکومت لپاره لاره هواره کړي.
د مخالفینو مشر ماچار په وار وار ویلي چې هغه نشي کولی د ولسمشر د لومړي مرستیال په حیث خپلې پخوانۍ دندې ته بیرته ستون شي، که د هیواد جوړښت په اصلي بڼه بدله نه شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |