د نړیوال وجهي صندوق مشرې د یکشنبې په ورځ وویل چې د کورونا ویروس ناروغي سږ کال نړیوال اقتصادي ودې ته زیان رسولی شي، مګر ګړندی اقتصادي پرمختګ به بیرته ژر ترسره او تعقیب شي.
د پیسو نړیوال صندوق عمومي مدیرې کریسټالینا جورجییوا په دوبۍ کې د ښځو نړیوالې غونډې ته وویل چې "ممکن داسې یوه اندازه کمه شي چې د 0.1-0.2 سلنې ترمنځ به وي"
هغې وویل چې د خپریدونکې ناروغۍ بشپړه اغیزه چې له امله یې له 1600 څخه ډیر خلک مړه شوي دي، پدې پورې اړه لري چې دا څومره ژر امکان لري له منځه یووړل شي.
جورجییوا وویل: "زه ټولو ته مشوره ورکوم چې له وخت نه مخکې یوې پایلې ته باید ونه رسیږو. لاهم د ناڅرګندتیا خبره ده. موږ د سناریوګانو سره کار کوو، د وړاندوینو سره نه، نو په 10 ورځو کې له ما څخه غوښتنه وکړئ."
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |