CRI Online

د ایران روحاني وايي تهران به هیڅکله هم د فشار لاندې له امریکا سره خبرې ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-17 10:32:11

ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني خبري کنفرانس کې وویل چې په منځني ختیځ کې د امنیت د ټینګښت لپاره د تهران مرسته اړینه بولي.

روحاني وویل: "ایران به هیڅکله تر فشار لاندې خبرې ونه کړي. موږ به هیڅکله د امریکا فشار ته غاړه کېنږدو او نه به له ضعیف دریځ څخه خبرې وکړو. د ایران په وړاندې د امریکا 'اعظمي فشار ناکامه دی."

د 2018کال راهیسې د ایران او متحده ایالاتو تر منځ تشنجونه ډیر شوي، کله چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران او شپږو نړیوالو قدرتونو ترمنځ له اټومي تړون څخه وتلی او واشنګټن پر تهران بندیزونه ولګول چې د اقتصاد کړکیچن کیدلو سبب یې شوی.

د ټرمپ اداره یو نوی تړون غواړي چې د ایران اټومي پروګرام نور هم محدود او بند کړي، خپل بالسټیک توغندی پروګرام او په منځني ختیځ کې د لسیزو پراکسي جګړو کې دخالت پای ته ورسوي. تهران د خبرو اترو ترسره کیدل رد کړي او ویلي یې دي چې خبرې یوازې هغه وخت امکان لري چې متحده ایالات اټومي تړون ته راشي او بندیزونه لرې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای