د سوریې ولسمشر بشارالاسد د یکشنبې په ورځ په دمشق کې د ایران د پارلمان له رییس علي لاریجاني سره د کتنې پرمهال د سوریې ټولو سیمو له یاغیانو څخه د بیرته نیولو په هکله د خپلې ادارې کلک هوډ څرګند کړ.
اسد وویل ، "د سوریې ملت هوډ لري چې د سوریې ټوله ځمکه له ترهګرو څخه پاکه او آزاده کړي."
د سوریې دولتي رسنيو راپور ورکړ چې دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې د سوریې حکومتي ځواکونو د هیواد په شمال لویدیز حلب ولایت کې د پام وړ پرمختګونه کړي او د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمې ډیرې برخې یی نیولي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |