CRI Online

د کينيا ډېرو شخصيتونو له چين څخه ملاتړ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-02-17 13:51:44
د کينيا ډېرو شخصيتونو له چين څخه ملاتړ څرګند کړ

په دې وروستيو کې په چين کې د نوي ډول کورونا ويروس ساري ناروغۍ خپره شوې او د ګردې نړۍ پاملرنې يې راجلب کړې دي. کينيا چې له چين سره لسګونه زره کيلومتره واټن لري، تر اوسه په دې هېواد کې پر يادې ناروغۍ څوک نه دی اخته شوی، خو ډېرو شخصيتونو يې له چين څخه ملاتړ څرګند کړی او باور يې ښودلی چې چين به هرومرو له دغه ويروس سره په مقابله کې بريالی کېږي.

(اواز) د هيلدا په نوم دغه نجلۍ د کينيا د نايروبي پوهنتون محصله ده. د ټاکلي پلان له مخې، هغه د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د زده کړو لپاره د چين د تيان جين دارالمعلمين ته روانه وي. خو اوس د دې سفر وځنډول شو. هغې زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل

((د ټاکلي پلان له مخې، اوس زه بايد چين ته لاړه شم، خو د نوي ډول کورونا ويروس ساري ناروغۍ له امله زما پرواز وځنډول شو. نو زه اوس د انتظار په حال کې يمه او پوره باور لرم چې چين به هرومرو له دغه ويروس سره په مقابله کې بريالی شي.))

هيلدا وايي، په چين کې د زده کړو لپاره ډېر پلانونه لري مثلا د چين هنر او کلتور پېژندنه، د چين د خوندورو خوراکونو خوړل او داسې نور. نوموړې وايي که څه هم د هغې پلانونه ځنډول شوي او د افسوس وړ دي، خو هغه باوري ده چې د يادې ساري ناروغۍ تر ختمېدو وروسته به پلانونه عملي کېږي. هغې له چين څخه هم خپل ملاتړ څرګند کړ:

(( چينه، تکړه شه! باور لرم چې ټولې چارې به ښې روانې وي.))

په چين کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ له امله، د کينيا سفيرې سارا سرم خپله رخصتي پای ته ورسوله او بېرته بېجينګ ته ستنه شوه. هغې وويل په دې ستونزمن وخت کې د چين مشران او خلک له ياد ويروس سره د مقابلې په حال کې دي، دغه ويروس نه يوازې چينايانو ته بلکې د ګردۍ نړۍ خلکو ته سخت ګواښ دی. اوس چين له دغه ويروس سره د مقابلې لپاره ټولې سرچينې استعمالوي او تر وسې پورې يې کوښښونه کړي او کوي يې. کينيا پر چين پوره باور لري او له چين څخه مننه کوي. هغې وويل

((موږ له هغو چينايانو سره خواخوږي څرګندوو چې د کورنۍ غړي يې د دې ويروس له امله مړه شوي دي. موږ له هغو طبي کارکوونکو څخه مننه کوو چې شپه او ورځ يې پر دې ويروس اخته شويو ناروغانو ته درملنه او طبي خدمتونه وړاندې کړي، د خلکو د ژغورنې لپاره ستاسو قرباني او خدمتونه ستر اهميت لري. د کينيا خلک له تاسو څخه قوي ملاتړ کوي او موږ ټينګ باور لرو چې چين به په نږدې وخت کي برياليتوب تر لاسه کړي. يووالی تر ټولو ښه ځواک دی! ))

د کينيا د پلازمينې نايروبي د جوموکنياتا هوايي ډګر يوې کارکوونکې فاطمه زههرا علي حسن په چين کې د يادې ساري ناروغۍ تازه معالوماتو ته ډېره پاملرنه کړې. هغې زموږ خبريال ته وويل، اوس د دې ناروغۍ د وقايي لپاره په دغه هوايي ډګر کې د کسانو د تبې مالومولو اله هم نصب شوې. هغې باور څرګند کړ چې چين به هرومرو دغه ناروغي کنټرول کړي.

((چين په ډېر نږدې وخت کې يو نوی روغتون جوړ کړی، دا په کينيا کې بيخي له نظر څخه وتلی کار دی. موږ له چين څخه ملاتړ کوو. ))

د کينيا د مومبسا او نايروبي ترمنځ د اوسپنيزو لارو د جوړونې په اړه يو کارکوونکي اېريک مېچاريا موتوني د روزنې لپاره څو ځلې چين ته سفر کړی او له وو هان ښار څخه يې هم ليدنه کړې ده. هغه وويل

((وو هان يو ډېر ښکلی ښار دی او خلک يې ډېر مهربان دي. کله چې ما دا خبر واورېد چې په دې ښار کې سخته ناروغۍ رامنځته شوې، زړه مې ډېر خپه شو او ډېر خواشينی شوم. هيله لرم چې د اړوندو کارپوهانو لخوا دغه ناروغي له منځه يووړل شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای