CRI Online

تبصره:د اتلانتيک سمندر د دواړو غاړو د نظريو توپيرونه څه انعکاس کوي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-02-17 19:34:43

د فبرورۍ په ۱۴ مه نېټه د جرمني په مونيچ کې د مونيچ امنيتي کنفرانس پرانيستل شو. د دغه کنفرانس اصلي موضوع وېستليسنيس (Westlessness) دی چې د لويديځ د نا بشپړتيا معنا لري. بېلابېلو اروپايي هېوادونو د وېستليسنيس عمده لامل له اروپا سره د امريکا نه نږدېوالی په ګوته کړی، په داسې حال کې چې امريکا همېشه خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوي، د اتلانتيک سمندر د دواړو غاړو اړيکې مخ په بدلېدو دي، اروپا اړ شوه چې له امريکا څخه خپله تمه پرېږدي او خپل پوځي لګښت زياتوي. خپلو اروپايي ملګرو ته له دومره زياتو زيانونو اړولو سره سره د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو بيا هم د مونيچ روان امنيتي کنفرانس ته په وينا کې داسې وويل، هغه نظر بيخي له حقيقت څخه لری دی چې وايي د اتلانتيک سمندر د دواړو غاړو اتحاديه ړنګه شوې ده، لويديځ به ژر بريالی شي. د نوموړي له وينا وروسته د فرانسې ولسمشر اينومايل ماکرون سمدستي ځواب ورکړ چې اروپا اوس پر يوې داسې وچې بدليږي چې پر راتلونکی يې باور نه لري، اروپا بايد سمدستي د امريکا غير مهم ملګری نه وي.

د اتلانتيک سمندر د دواړو غاړو د نظريو فرق څه انعکاس کوي؟

لومړی، دا چې امريکا د اروپا پر ګټو سترګې پټې کړې، نو اروپا ترې ناراضه او خپه شوه. د بېلګې په توګه امريکا په يواړخيزه توګه د م م له يونيسکو، د بشري حقونو له نړيوالې شورا څخه وتلې ده، همداراز د پاريس اقليمي تړون ، د ايران اټومي تړون او د منځني واټن باليستيک توغنديو تړون په ګډون له يو شمېر نورو تړونونو څخه وتلې ده. د جرمني ولسمشر شتاين ماير د مونيچ روان امنيتي کنفرانس ته په وينا کې دې ته په اشارې سره وويل چې امريکا د خپلو تر ټولو نږدې ملګرو د ګټو د قربانۍ په بيه د ځان لويېدل غواړي.

دوهم، دا چې امريکا د نورو پر وړاندې سوداګريزې جګړې پيل کړې، نو اروپا ډېره غوسه شوه. د جرمني (دي دبيو) راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اروپايي ټولنه وغندله چې د دغه هېواد د صادراتو پر وړاندې د نه منلو وړ خنډونه اچولي، نوموړي وويل له اروپايي ټولنې سره د جدي خبرو اترو د پيلولو وخت را رسېدلی دی.

درېيم، امريکا د اروپا په کورنيو چارو او بهرنيو اړيکو کې مداخله کړې او اروپايي هېوادونه له دې امله ډېر هوښيار او بيدار دي. د بېلګې په توګه امريکا له يوې خوا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا له وتلو څخه ملاتړ کوي او له بلې خوا پولنډ، هنګري او داسې نور نوي اورپايي هېوادونه د ځان پلوي کوي.د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړپوړي استازي بوريلي د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه د چين له خارجه وزير وانګ يي سره د کتنې پر مهال وويل چې ځينی هېواد هميشه چين غندي ، خو په حقيقت کې هغوی له چين پرمختګونو سره کينه کوي.

د چين خارجه وزير وانګ يي د مونيچ روان امنيتي کنفرانس ته په وينا کې وويل چې موږ بايد د ختيځ او لويديځ له اختلاو د جنوب او شمال له توپيرونو څخه ځان خلاص کړو او بايد زموږ ځمکنۍ کره د ژوند لپاره يوه ګډه اتحاديه وبولو. موږ بايد د نظريو توپيرونه پرېږدو او د تاريخ او کلتور توپيرونه دې ومنو او بايد نړيواله ټولنه په رښتيتي ډول د بېلابېلو هېوادونو د ګډ کور په توګه وګورو.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای