CRI Online

اروپايي اتحادیې موافقه کړې چې لیبیا ته د وسلو جریان ودروي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-18 11:09:57

اروپایی اتحادیه به په ختیځه مدیترانه کې نوی سمندری او هوایی پلاوی ځای پر ځای کړي تر څو په لیبیا کې جنګی ډلو ته د نورو وسلو د رسیدو مخه ونیسي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو مسول جوزپ بوریل مخکې خبرداری ورکړ چې که چیرې اروپایي ټولنه عمل ونه کړي نو ممکن د لیبیا برخلیک ترکیې او روسیې ته پریښودل شي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو په بروکسل کې له یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل "موږ ټول موافق یو چې داسې پلاوی رامنځته کړو چې لیبیا ته د وسلو د لیږد مخنیوی کوي."

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای