CRI Online

د بریکسیت مرکچی ټینګار کوي چې انګلستان به تر 2020 کال وروسته د اروپايي اتحادیې له قواعدو سره تړلې نه وي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-18 11:12:52

د بریتانیا د لومړي وزیر بورس جانسن له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا د بریکسیت عمومي مرکچي اروپایی اتحادیې ته خبرداری ورکړ چې بریتانیا به تر 2020 کال وروسته د دغې اتحادیې له قواعدو سره تړلې نه وي او ویلي یې دي چې دا کار به د حکومت د بریکسیت پروژې نقطې ته ماتې ورکړي.

"دا د خبرو اترو یو ساده دریځ نه دی چې ممکن تر فشار لاندې راشي" دنمارک ته د بریتانیا پخواني سفیر ډیویډ فروسټ د دوشنبې په ورځ د لیبرې بروکسیلز په پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل "دا د ټولې پروژې نقطه ده"

بریتانیا تیره میاشت اروپایی اتحادیه پریښوده او دواړه خواوې به د تجارت او امنیت په ګډون د نويو اړیکو په اړه ډیر ژر رسمي خبرې پیل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای