CRI Online

پر چين تور لګول د امريکا نامردي نه شي پټولی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-18 16:10:57

د امنيت ساتنې په اړه د مونيخ ۵۶مه غونډه د فبرورۍ له ۱۴مې نيټې څخه تر ۱۶مې نيټې پورې په جرمني کې تر سره شوه. د امريکا سياستوالو په دغه غونډه کې د چين د هوا وې تخنيکونو او د چين د ګواښونو په هکله خبرې وکړې او هڅه يې وکړه چې په دغه غونډه کې پر چين تور ولګوي.

هوښيارو کسانو ته مالومه ده چې د چين د هوا وې شرکت تخنيکونه او د چين پرمختګ امريکا ته ګواښ نه دی. خو ځينې امريکايان انديښنه لري چې د چين د تخنيکونو چټک پرمختګ به د امريکا خوب نارامه کړي او امريکا به د جلبولو توان له لاسه ورکړي. د دپلوماتيکو او امنيتي تګلارو په اړه د اروپايي ټولنې لوړ پوړی استازي بوريلي د فبرورۍ په پنځلسمه نېټه وويل چې په وروستۍ موده کې ځينو هېوادونو پر چين انتقاد او نيوکې وکړې، په واقعي توګه دوی د چين د پرمختګ له برياليتوب سره حسد لري.

د چين د پرمختګ له امله امريکا له ډېر باور لرونکي هېواد څخه پر يو بې باوره هېواد بدله کړي او هميشه يې په بېلا بېلو ساحو کې پر چين تور لګولی او لګوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای