د امریکا د مالیې وزارت د روانې میاشتې په ۱۸مه نیټه اعلان وکړ چې د روسیې د نفتو عمومي شرکت پر یوه تجارتي شرکت بندیز لګوي. د امریکا د مالیې وزارت د یوې تازه اعلامیې سره سره د روسیې دغه تجارتي شرکت په ۲۰۱۱ کال کې جوړ او په سویس کې ثبت شوی دی چې عمده چارې یې په بهر کې د نفتو تجارت کول دي. په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغه شرکت د نفتو د انتقال او پلورنې په برخه کې له ونزویلا سره مرسته کړې ده. د دې ترڅنګ د دغه شرکت د شورا پر رئیس او اجرائیه مشر به هم بندیز ولګول شي.
ـــــزلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |