CRI Online

د چين استازی: نړيواله ټولنه دې د څواړخيزې غوښتنې په برخه کې پر خپلې ژمنې ټينګار وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-19 09:56:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د يواړخيزې غوښتنې او د غير دوديزو امنيتي ګواښونو د ليرې کولو په اړه وويل، چې نړيواله ټولنه دې د څواړخيزې غوښتنې په برخه کې پر خپلې ژمنې ټينګار وکړي، څو د م م په مرکزيت نړيوال سيستم وساتي.

نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۲۰م کال لپاره د م م منشور او د م م د رول د پياوړتيا کمېټې په کلنۍ غونډه کې وويل، چې د نړيوالې سولې او امنيت ساتل د م م يو هدف دی. اوسمهال يواړخيزه غوښتنه او ساتونکې غوښتنه په نړۍ کې خپرېږي، په ځېنو سيمو کې شخړې او کشالې روانې دي او غير دوديز امنيتي ګواښونه زياتېږي، نو د نړيوالې سولې او ثبات د ساتنې دنده لا هم درنده ده. نړيواله ټولنه دې د يادو ننګونو د ليرې کولو لپاره د څواړخيزې غوښتنې په برخه کې پر خپلې ژمنې ټينګار وکړي، څو د م م په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر اساس نړيوال نظم وساتي او د نړۍ د ادارې په برخه کې عادلانه او اغيزمن سيستم جوړ کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای