د سوریې په پلازمینه دمشق کې د روانې میاشتې په ۱۸مه نیټه د موټر بم د یو برید په پایله کې ۵ تنه ملکيان ټپیان شوي دي. د سوریې خبري اژانس د دمشق د پولیسو د عمومي دفتر له قوله ویلي چې له چاودیدونکو توکو څخه ډک یو موټر د دمشق په بابزویل سیمه کې د بسونو تمځای ته څیرمه وچاودید چې له امله یې پنځه تنه وګړي ټپیان شوي او ټپیان د درملنې لپاره ځایی روغتون ته وړل شوي دي. تر اوسه هیڅ سازمان یا کس د موټر بم برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
ـــــزلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |