CRI Online

اشرف غني د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان شو

cri     (GMT+08:00) 2020-02-19 09:58:52

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د روانې میاشتې په ۱۸مه نیټه د دغه هیواد د ولسمشرۍ وروستۍ نتیجه اعلان کړه چې اوسنی ولسمشر اشرف غني ګټونکی او د منتخب ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د یاد کمیسیون مشرې نورستانۍ په همدې ورځ په کابل کې یوه خبري ناسته کې وویل چې اشرف غني 50.64 سلنه رایې ګټلې او اجرائیه رئیس عبدلله عبدالله 39.52 سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

هغې همدارنګه وویل چې په دغو انتخاباتو کې کابو یو ملیون اته لکو وګړو رایې ورکړې وي چې له دې جملې څخه 31.5سلنه ښځې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای