CRI Online

په تېره جنورۍ کې د چين لخوا کارول شوې بهرنې پانګې د تېر کال د همدې مودې په نسبت څلور سلنه زياتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-19 11:31:25
په تېره جنورۍ کې د چين لخوا کارول شوې بهرنې پانګې د تېر کال د همدې مودې په نسبت څلور سلنه زياتې شوې

د چين د سوداګرۍ وزارت څو ورځې مخکې يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په تېره جنورۍ مياشت کې چين کې د بهرنيو پانګو ۳۴۸۵ نوي شرکتونه جوړ شوي او کارول شوې بهرنې پانګې ۸۷ ميليارډو ۵۷۰ميليونو يوانو ته رسېدلي او دغه رقم له دوولس اعشاريه پنځه ميليارډو ډالرو سره برابر دی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت څلور سلنه زيات شوی. په دې جمله کې د لوړې سويې تکنالوژۍ چارو ډېرې پانګې جلب کړې دي. د اړوند کارپوه په اند، که څه هم چين کې د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ منفي اغېزه شته، خو د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ تمايل نه دی بدل شوی. په عين وخت کې د چين د اقتصادي چارو اصلاح او د سويې لوړوالی د بهرنيو پانګو لپاره جلبوونکی دی.

د چين د پسرلني اختر له امله، په تېره جنورۍ مياشت کې يوازې ۱۷ کاري ورځې وې، خو د چين لخوا جلب شوې بهرنۍ پانګې زياتې شوې. د چين د دولتي شورا د سلاکارانو ادارې څېړونکي ياو جينګ يوان وويل، له دې څخه ښکاري چې د چين د ورخلاصون سويه لا نوره لوړه شوې او نړۍ د چين پر اقتصادي پرمختګ باور لري. هغه وويل

((د چين لخوا د جلب شويو بهرنيو پانګو زياتوالی د چين د سوداګرۍ چاپېريال له ښه والي او د چين د ورخلاصون سويې له لوړوالي سره مستقيمې اړيکې لري. بله خوا نړۍ د چين پر اقتصاد باور لري، چين لا هم د نړيوال اقتصاد پرمختګ د پرمخبيولو ماشين دی.))

ياده شمېره ښيي چې په تېره جنورۍ مياشت کې د چين د لوړې سويې تکنالوژۍ په چارو کې ۳۱ ميليارډه ۳۵۰ ميليونه يوانه بهرنۍ پانګې کارول شوې او دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله 27.9 سلنه زيات شوی. په دې جمله کې د لوړې سويې تکنالوژۍ په اړه د توکو جوړوونکو چارو او خدمتي چارو په جلا جلا توګه 8.4 ميليارډه يوانه او ۲۲ ميليارډه ۹۵۰ ميليونه يوانه بهرنۍ پانګې کارولي دي. څېړونکي ياو جينګ يوان په دې هکله وويل

((له دې څخه څرګندېږي چې په چين کې د اقتصادي چارو اصلاح او د سويې لوړوالي ډېرې بهرنۍ پانګې راجلب کړې، په عين وخت کې د بهرنيو پانګو د ننوتلو او زياتوالي لپاره يې نوې زمينه برابره کړې ده.))

ياده شمېره هم ښيي چې په تېره جنورۍ مياشت کې د چين د بهرنيو پانګو په سرچينو کې د سينګاپور، کوريا جمهوريت او جاپان پانګونې د تېر کال د همدې مودې په نسبت په جلا جلا توګه 40.6، 157.1، 50.2 سلنه زياتې شوې. د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو اتحاد پانګونې په جلا جلا توګه 31.3 او 44.8 سلنه زياتې شوې. ښاغلي ياو جينګ يوان دې ته اشاره وکړه چې ډېرو زياتو هېوادونو په مخابراتي او ځيرکو چارو کې د چين په اقتصادي همکارۍ کې ګډون کړی وو. هغه زياته کړه چې د چين پر اقتصاد د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ منفي اغېزه محدوده ده. هغه وويل

((که څه هم اوس چين د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ له ننګونې سره مخ دی، خو د چين د اقتصادي چارو د اصلاح او پرمختګ تمايل نه دی بدل شوی. چين بايد د اقتصادي چارو اصلاح ښه ترسره کړي او سويه يې دې لوړه کړي، د تقاضا جوړښت د اصلاحاتو له لارې دې د هېواد داخلي عرضې پراخې کړي او په همدې وخت کې دې په چين کې د بهرنيو پانګو د ښه پرمختګ لپاره يوه مناسبه زمينه برابره کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای