د روسيې رسنيو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وويل چې افغان حکومت هيله لري چې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې وکړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د امريکا او طالبانو تر منځ ډيالوګ تر اوسه پورې هېڅ عملي پايلې نه لري.
مير رحمان رحماني د روسيې د دوما جرګې له رئيس وياچيسلف ولودين سره د کتنې په ترڅ کې ويلي چې له بده مرغه، دا چې طالبانو له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی، نو تر اوسه د سولې بهير له ستونزو سره مخ دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |