CRI Online

د ترکیې ولسمشر: ترکیه او روسیه د سوریې د ادلیب مسئلې په اړه موافقې ته ونه رسیدل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-20 10:29:55

د ترکیې ولسمشر اردوغان د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه وویل چې ترکیه او روسیه د سوریې د ادلیب مسئلې په اړه موافقې ته ونه رسیدل. هغه په همدې ورځ د ترکیې په پارلمان کې وویل چې د دواړو هیوادونو پلاویو د همدې میاشتې په ۱۷مه او ۱۸ مه نیټه په مسکو کې خبرې اترې وکړې خو متاسفانه موافقې ته ونه رسیدل. هغه دا زیاته کړه چې دواړه خواوې به د دغې مسئلې په اړه بحث ته دوام ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای