CRI Online

نړيواله ټولنه د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين د کارونو عادلانه ارزونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-20 10:41:00

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه په جلا جلا توګه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون او د بريټانيا له صدراعظم بوريس جونسون سره ټلېفوني خبرې وکړې. نړيوالې ټولنې هم له نوي کورنا ويروس سره د مقابلې په کليدي وخت کې يو ځل بيا چين ته نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې، د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې يې د چين د کارونو عادلانه ارزونه وکړه، د يووالي او همکارۍ د پياوړتيا نيت يې وښود او د دغه ويروس د وقايې او کنترول د پياوړتيا لپاره يې له چين څخه لا زيات ملاتړ وکړ.

د چين د دولت رئيس د دغه ويروس تر رامنځته کېدو وروسته د وقايې او کنترول د پياوړتيا لپاره د چين ولس ته لارښوونه وکړه او حکومت هم جدي ترتيبات نيولي دي. د دې تر څنګ نړيوالې ټولنې هم په پر له پسې توګه له چين څخه ملاتړ کړی دی او کوي يې. په تېره مياشت کې د ۸ هېوادونو مشرانو او د کابو ۱۶۰ نړيوالو سازمانونو او د ځېنو هېوادونو د اړوندو ارګانونو مسؤلينو په جلا جلا توګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د پيغامونو په ليږلو سره له چين څخه ملاتړ څرګند کړی دی. همدارنګه، د څو لسګونو هېوادونو حکومتونو او خلکو له چين سره مرستې کړې دي. د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په دې اړه ويلی چې د ستونزو د ليرې کولو په بهير کې د دوستانو ترمنځ رښتينې دوستۍ څرګندېږي. هغه د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه هم مننه څرګنده کړه او دا د ۱مليارډو او ۴۰۰ مليونو چينايانو ګډ اواز دی.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې رئيس شي جين پينګ له يادو دوو مشرانو سره په ټلېفوني خبرو کې درې نښې څرګندې کړې. لومړی، په چين کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول حالات د ښه کېدو په حال کې دي او نيول شويو تدبيرونو مثبت رول لوبولی دی. دوهم، چين باور او توان لري چې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخه کې سږنۍ موخې ته ورسېږي. درېيم، چين به په مداومه توګه د خلاصې او شفافې رويې په نيولو سره له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ وکړي.

له دغو درېيو ټکو څخه د دغه ويروس د وقايې او کنترول حالات، د اقتصاد او ټولنې پرمختګ او له نړيوالې ټولنې سره د چين د همکارۍ نيت څرګندېږي.

د تازه شمېرنې له مخې، د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه له هو بې ولايت څخه پرته، د چين په لويې وچې کې د دغه ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو زياتوالی په مسلسلو ۱۵ ورځو کې ټيټ شوی دی. په نورو هېوادونو او سيمو کې پر دغه ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو شمېر په عمومي شمېر کې ۱٪ ته نه دی رسېدلی. له دې څخه څرګندېږي چې چين ډېر پوره، جدي او دقيق تدبيرونه نيولي دي. دا نه يوازې د چين د ولس د روغتيا امنيت، بلکې د نړۍ د عامې روغتيا امنيت هم ساتي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ګبريسوس ويلي چې چين په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د بريټانيا صدراعظم بوريس جونسون هم په يادو ټلېفوني خبرو کې د چين د کارونو ستاينه وکړه او د اغيزمنو تدبيرونو، شفافې رويې او چټک سرعت له امله يې چين وستايه.

د بريټانيا، المان، امريکا او استراليا په شمول د ګڼ شمېر هېوادونو او سيمو ۲۷ کارپوهانو په همدې ورځ د لانسيټ په نوم طبي مجله کې چې په نړۍ کې ډېره مشهوره او صلاحيت لرونکې طبي مجله ده، د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له دغه ويروس سره د مقابلې په سنګر کې د چين له علمي او تخنيکي کارپوهانو څخه ملاتړ او له ځېنو دسيسو سره مخالفت څرګند کړ. دغه شان عمل نه يوازې له دغه ويروس سره د مقابلې په برخه کې د چين د کارونو ستاينه او ملاتړ دی، بلکې د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو استازيتوب هم دی.

چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی او د توليدي چارو مرکز هم دی. له دغه ويروس سره په مقابله کې د چين برياليتوب به د نړيوال توليدي ځنځير د ثابت پرمختګ سبب وګرځي. د چين او اروپا ترمنځ مال وړونکي اورګاډي په تېرو څو ورځو کې بيا شروع شويدي. له دې څخه څرګندېږي چې د چين او نورو هېوادونو او سيمو ترمنځ اقتصادي تګ راتګ د ستونزو په ليرې کولو سره د بيا اعاده کېدو په بهير کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای