CRI Online

د سياسي تبعض له امله د ټولې نړۍ عامو ګټو ته زيان مه رسېږئ!

cri     (GMT+08:00) 2020-02-20 20:47:11

د تېرې جنورۍ په پای کې مېرمن څاو ون فانګ چې د ايتاليا په يو پوهنتون کې يې د ډاکتري درجې زده کړه کوله، له خپلې کورنۍ سره د ليدو لپاره بېرته خپل ټاټوبي د چين هو بۍ ولايت ته راستنه شوه. چين ته د هغې تر تګ وروسته د ناول کورنا ويروس د سخت خپرېدو له امله هغه د اصلي پلان له مخې د خپل فارغت تېزس څخه د دفاع لپاره ايتاليا ته نشوای تللی. په نتيجه کې ياد ايتاليايي پوهنتون د فبرورۍ په منځ کې د دې لخوا له خپل تېزس څخه د دفاع لپاره يوه ځانګړې ويډيويي غونډه جوړه کړه.

چيني پاليسي جوړېدونکي له ساري ناروغيو سره د مقابلې لپاره د ټولې نړۍ عامې روغتيا او د خپلو خلکو امنيت ته لومړيتوب ورکوي. د ناول کورنا ويرس د خلکو په منځ کې خپرېږي، نو يوازې د خپرېدونکو سرچينو په پرې کولو سره د دغه ويروس مخنيوی کېږي. نو چيني حکومت د وو هان په شمول د ياد ويروس د سخت خپرېدو په څو ځايونو کې د خلکو د تګ راتګ او د دروازو تړلو په شمول ځينې ځانګړي او جدي تدبيرونه نيولي چې موخه يې د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ اکاډميشن پروفيسر جونګ نان شان په قول د انسانانو په منځ کې د ويروس د سخت خپرېدو مخنيوی دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيا د بېړنۍ پروژې مسؤل ښاغلي مايکول ريان د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، دا چې د ويروس د خپرېدو په مرکزي سيمو کې اړوند کنټرولوونکي تدبيرونه ډېر اغېزمن شوي، نو د ناروغانو شمېر د پر له پسې کمېدو شونتيا رامنځته کېږي. له ناول کورنا ويروس سره د مقابلې لپاره د چين لخوا نيول شوي ستراتيژي او تدبيرونه ټول سم دي.

خو پر يادو عيني او مسلکي ارزونو د خپلو سترګو په پټولو سره ځينو لويديځو رسنيو د چين د يادو اغېزمنو تدبيرونو غندنه وکړه او دا يې په تاريخ کې له څو سختو کنټرولوونکو تدبيرونو څخه يو وباله. د ساري ناروغيو د سخت خپرېدو په حال کې د يادو رسنيو دغه ډول کړنه د ټولې نړۍ عامو ګټو ته زيان رسوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای