د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان ولسمشر فرانک والتر ستېنمير د فبرورۍ د ۲۰مې نېټې په ماښام د دغه هېواد په لوېديځه برخه کې په هاناو ښار کې وويل، چې د المان بېلا بېلې ساحې بايد د تربګنت، نژاد پرستۍ او زور پرضد د مبارزې لپاره يووالی وساتي.
د معلوماتو له مخې، د المان ۴۳ کلن سړي د فبرورۍ د ۱۹مې نېټې په شپه د ياد ښار په دوو ځايونو کې پر ځېنو کسانو ډزې ورکړې چې له امله يې نهه تنه وژل شوي او ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي. د دغه هېواد د فدرالي څارنوالۍ د تحقيقاتو له مخې، د دغې پېښې تر شا نژاد پرستي ښکاري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |