CRI Online

د روسيې، فرانسې او المان مشرانو د سوريې مسئلې په باب ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-21 10:30:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د المان صدراعظمې انګيلا مرکيل د فبرورۍ په شلمه نېټه د سوريې مسئلې په باب ټلېفوني خبرې وکړې.

د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، څرنګه چې د سوريې د ادليب ايالت حالات د دغه هېواد پر اردو او عامو وګړو باندې د افراطي ډلو د بريدونو له امله ترينګلي شوي، نو د دغو ټلېفوني خبرو موخه د سوريې بحران حلول و. مشرانو په دغو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې په اړوندو سيمو کې د عامو وګړو په اړه د بشردوستۍ حالات د اوسنيو حالاتو له امله بايد ويجاړ نه شي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر ولاډيمير پوټين پر دې ټينګار وکړ چې د سوريې حاکميت او د خاورو بشپړتيا دې درناوی وشي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره دې اغيزمن تدبيرونه ونيول شي. ولسمشر ايمانويل ماکرون او صدراعظمې انګيلا مرکيل په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دوی غواړي د سوريې په شمال لوېديځه برخه کې د حالاتو د ښه والي لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای