د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د ازادۍ غوښتونکي سازمان د اجرائيوي کمېټې سرمنشي سيب عرکات د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه په ختيځ بيت المقدس کې د يهوديانو د دوو ښارګوټو د پراخېدو د پلان له امله پر اسرائيل نيوکه وکړه او هغه په دې اند دی چې د اسرائيلو د دغه عمل مخه د امريکا د منځني ختيځ د سولې نوې طرحې پلې کول دي.
د اسرائيلو صدراعظم بينجامين نيتانياهو د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد به په ختيځ بيت المقدس کې د يهوديانو په دوو ښارګوټو کې ۵۲۰۰ نوي کورونه جوړ کړي. د فلسطين د ازادۍ غوښتونکي سازمان د اجرائيوي کمېټې سرمنشي سيب عرکات په دې اړه وويل، چې د اسرائيلو د دغه عمل موخه د امريکا د منځنې ختيځ د سولې نوې طرحې پلې کول دي. نړيواله ټولنه بايد د نړيوالو قوانينو پر ضد د اسرائيلو او امريکا د داسې کړنو د مخنيوي لپاره بيړني تدبيرونه ونيسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |