د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د فبرورۍ په شلمه نېټه اعلان وکړ چې دوی به د ايران په ازادو ټولټاکنو کې د خنډ اچولو په تور د دغه هېواد د اساسي قانون د څارنې کمېټې پر ۵ غړو باندې بنديزونه ولګوي.
د امريکا د اړوندو قواعدو له مخې به د امريکا په قملرو کې د يادو کسانو پانګې کنګلې شي او د امريکا اتباعو ته به اجازه نه وي چې له يادو کسانو سره سوداګري وکړي.
د معلوماتو له مخې، د ايران د ۱۱ مې دورې پارلماني ټولټاکنې به د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه تر سره شي. د يادې کمېټې د خبر له مخې چې کابو ۷۰۰۰ نوماندان به په دغو ټولټاکنو کې برخه واخلي او د پارلمان د ۲۹۰ څوکيو د ګټلو لپاره به سيالۍ وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |