CRI Online

افغان محصل محمد شاکر سيدخيلي: د پر وړاندې په مخ بايد سړه سينه وساتل شي او دروغجن خبرونه دې نه خپرېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-21 11:12:58

 شاکر د خپلې کورنۍ له غړو سره د ويډيو له لارې اړيکه نيسي او هغوی ته د نوي کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په باب معلومات ور کوي.  

افغان محصل محمد شاکر سيدخيلي د چين د لان جو پوهنتون د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو په پوهنځي کې زده کړه کوي. کله چې په چين کې د نوي کورونا ويروس د سږو ناروغي رامنځته شوې، هغه خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره په چين کې پاتې شوی دی. د ناروغۍ وضعيت د ده پر ژوند منفي اغېزه نه ده کړې، خو په وروستيو کې کورني کشمکش يې هغه ته ځينې ستونزې پيدا کړې دي.

شاکر زموږ خبريال ته وويل، په افغانستان کې د ده د کورنۍ غړي نه پوهېږي چې ولې هغه په چين کې پاتې کېږی، او له هغه څخه يې بيا بيا غوښتنه کړې چې ژر افغانستان ته ستون شي. دا چې دوی د يادې ناروغۍ په اړه زيات مالومات کتلي، له شاکر څخه يې هم بيا بيا غوښتنه کړې او د شاکر او د کورنۍ غړو ترمنځ اړيکې هم سختې شوې دي.

شاکر دا پيدا کړه چې په چين کې د دې ناروغۍ د وضعيت په هکله د ځينو بهرنيو رسنيو خبرونه يواړخيز دي او يا مبالغه کوي چې له واقعيت سره سمون نه خوري. شاکر پرېکړه وکړه چې د ويډيوي خبرو او عکسونو له لارې د کورنۍ غړو ته واقعي حالات وړاندې کړي تر څو د دوی اندېښنه له منځه يووړل شي. کله چې د ده د کورنۍ غړو په ويډيو کې وکتل چې په پوهنځي او سوپرمارکټ کې د ناروغۍ د علاقې او مخنيوي لپاره ډېر اغېزمن تدبيرونه نيول شوي او حالت يې منظم دي، دوی اوس اندېښمن نه دي او کورنۍ کشمکش يې هم ارام شوی دی.

شاکر پوه شو چې اندېښنه د درغو او ګنګوسو د رامنځته کېدو سرچينه ده، خلک خپلو کورنيو او ملګرو ته ډېره پاملرنه کوي، په دې بهير کې د دروغ خپرول د اندېښنو او احساساتو د زياتېدو سبب کېږي. نور بهرني محصلين هم ښايي له دغه شان کورني کشمکش سره مخ شوي وي. شاکر فکر کوي چې هغه بايد په دې ځانګړي وخت کې د چين او افغانانو لپاره ځيني خدمتونه وکړي. هغه د دې ناروغۍ په اړه د چيني رسنيو خبرونو ته ډېره پاملرنه کړې او د ده په اند، دغه خبرونه هراړخيز دي او پر وخت خپاره کېږي. اوس د چين حکومت او خلک تر وسې پورې له دې ويروس سره د مقابلې لپاره ګډه کوښښونه کوي، هغه د چينايانو روحيې تر اغېزې لاندې شوی، نو هغه غواړي د واقعي خبرونو او فعال ځواک د خپرولو له لارې په چين کې د ځينو بهرنيو محصلينو اندېښنې او احساسات کم کړي او د دوی کورنيو غړيو اندېښنې له منځه یوسي.

شاکر د ناروغۍ پر مخ د احساساتو د ارامولو په اړه د ځينو ويډيوګانو په جوړولو کې ګډون کړی او له خپلو کورنيو او ملګرو سره يې شريکې کړې، برسيره پر دې، هغه پر ټولنيزو رسنيو د چين د صلاحيت لرونکې ادارې لخوا خپاره شوي خبرونه شريک کړل. شاکر وايي، زه په چين کې يو بهرنی محصل يم او هيله لرم چې د بېلا بېلو هېوادونو رسنۍ په واقعي، هراړخيزه او عيني توګه په چين کې د دې ناروغۍ د حالت په اړه خبرونه خپاره کړي، او د ځاني ګټو لپاره دې دروغجن خبرونه نه خپروي، څرنګه چې دروغجن خبرونه د انېښنو د سختېدو سبب ګرځي او په ګرده نړۍ کې د دې ناروغۍ د وقايي او مخنيوي لپاره ګټور نه دي.

څو ورځې مخکې د شاکر د پښې ورون ټپي شو او د ده د ليليې اداره کوونکي د ده لپاره ځيني درمل واخيستل. شاکر وويل، په چين کې داسې احساس کوم لکه په خپل کور کې چې وم او د پوهنځي له ټولو ښوونکو څخه مننه کوم.

اوس لان جو پوهنتون انلاين ښوونيز درسونه پيل کړي چې محصلين په کورونو کې زده کړه کولای شي. د شاکر د کورنۍ غړو هم ترې ملاتړ کړی چې په چين کې زده کړو ته دوام ورکړي. هغه باور څرګند کړ چې چينايان به هرومرو له نوي کرونا ويروس سره په مقابله کې بريالي شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای