CRI Online

په چين کې بهرنيو تصديو په جلا جلا توګه خپلې توليدي چارې بېرته پيل کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-21 19:48:41

د چين د سوداګرۍ وزارت د فبروري په ۲۱مه نېټه يو خبر ور کړ چې د چين په شان دونګ ولايت کې د کوريا جمهوريت د موټرو پرزو د جوړولو ۳۲تصديو د فبروري له ۱۵مې نيټې څخه خپلې توليدي چارې بېرته پيل کړې چې له امله يې په نړۍ کې د موټرو شرکتونه انديښنه لېرې شوې ده. له دې نه مخکې ځيني بهرني شرکتونه په چين کې د توليد شويو موټرو پرزو د کمښت له امله له توليدي ستونزو سره مخ شوي وو.

د فبروري په شلمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای ين سره په تليفوني خبرو کې وويل چې د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ پر سوداګريزې همکارۍ او د خلکو ترمنځ پر تګ راتګ د نوي کورونا ويروس اغيزه لنډمهاله ده. اوس نه يوازې په چين کې د کوريا جمهوريت بلکې د نورو هېوادونو شرکتونو د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول په مخکني شرط کې خپلې توليدي چارې بېرته پيل کړې.

اوس د شانګهای ښار، د شان دونګ او هو نان ولايتونو په شمول ځينو ځايونو کې د مهمو بهرنيو تصديو له خوا د توليدي چارو د بېرته پيلېدو انډول له اتيا سلنې څخه اوښتی دی. په چين کې بهرنې تصدۍ هغه ګډه نظريه لري چې د چين پر اقتصاد د دې ويروس اغيزه پړاوييزه او لنډمهاله ده او د اوږدې مودې لپاره به د چين اقتصاد د ښه کېدو تمايل بدل نه شي. د امريکا د فورد په نامه د موټرو شرکت مسئول په دې وروستيو ورځو کې وويل چې چين يو لوی بازار لري، نو فورد د چين پر راتلونکي پرمختګ پوره باور لري.

اوس د چين حکومت او خلکو په هڅو او کوښښونو سره د ياد ويروس د مخنيوي او کنټرول کارونې اغيزمنه پايله تر لاسه کړې او د چين حکومت د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ټاکلي موخو د تر سره کولو باور او توان لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای