د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، چې که د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د زور زياتي د کمښت په اړه لاسليک شوی تړون په عادي توګه پلی شي، دواړه خواوې ښايې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسليک کړي.
نوموړي په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، چې د ياد تړون له لاسليکېدو وروسته به د افغانستان د بېلا بېلو خواوو ترمنځ خبرې اترې ژر شروع شي، څو د افغانستان د دايمي او هراړخيزې سولې په باب يوه سياسي لايحه طرحه شي. د معلوماتو له مخې، د ياد تړون د لاسليکېدو مراسم ښايې د قطر په پلازمينه دوحه کې تر سره شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |