CRI Online

تېر کال په افغانستان کې د شخړو له امله تر لس زرو زياتو عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-02-23 15:19:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه ډلې د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د شخړو له امله څه باندې لس زره عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې د بېلا بېلو خواوو د شخړو له امله ۳۴۰۳ تنه عام وګړي وژل شوي او ۶۹۸۹ تنه عام وګړي ټپيان شوي چې زياتره مرګژوبله د حکومت ضد وسلوالو له خوا رامنځته شوې. په تېرو مسلسلو ۶ کلونو کې هر کال د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې شمېر تر لس زرو زيات و. له ۲۰۰۹ کال څخه چې په همدې کال کې په افغانستان کې د م م مرستندويه ډلې د عامو خلکو د مرګژوبلې په شمېرلو پيل کړی، تر ۲۰۱۹ کال پورې د عامو خلکو د مرګژوبلې عمومي شمېر تر يو لک زيات شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای