CRI Online

د دسيسې تر شا بد نيت

cri     (GMT+08:00) 2020-02-23 15:32:08

د نړيوال روغتيايي سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم غيبريېسوس ويلي چې د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته، دغه سازمان نه يوازې له ويروس سره، بلکې له هغو کسانو سره مقابلې کوي چې دروغجن خبرونه يې خپاره کړي او په دې وسيله يې د دې ناروغۍ د وقايي او مخنيوي کارونه خراب کړي دي.

په روسيه کې د چين سفارت د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه خبر خپور کړ او هغه جعلي خبر يې رد کړ چې وايي روسيې دا تاييد کړې چې نوي کورونا ويروس مصنوعي دی. د روسيې حکومت هم بيا وروسته دا وويل چې پر نوي کورونا ويروس د اخته کېدو د وقايي، تشخيص او درملنې د لنډمهالي طريقې په اړه د دې هېواد د روغتيا وزارت په وړانديز کې دا نه دي راغلي چې دغه ويروس مصنوعي دی.

له چين سره د مخالفت په اړه د لوېديځو هېوادونو ځينو ځواکونو د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ په کارولو سره د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو په هکله ډېر دروغجن خبرونه خپاره کړل، او پر چين يې تورونه ولګول. له دې ناروغۍ سره په مقابله کې د برياليتوب تر لاسه کول علمي، عاقلانه او همکاريزې رويې ته اړتيا لري، خو ناپوهي، دروغ او تعصب بايد نه وي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای