د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د امريکا د ګېټس صندوق مشر بيل ګېټس ته په ځوابي پيغام کې ليکلی چې (( دا نظر مې مخکې هم تکرار کړی او بيا يې هم کوم چې انسانان د ګډ برخليک په ټولنه کې پاتې دي.)) له دې نه مخکې بيل ګېټس رئيس شي ته يو پيغام ليږلی و او په دې پيغام کې يې له نوي کرونا ويروس سره د مبارزو په برخو کې د چين د حکومت او خلکو کوښښونه ستايلي او د مننې وړ بللي.
چين د هېواد د خلکو او نړيوالو د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره تر خپلې وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې چې ډېر هراړخيز او جدي تدبيرونه يې نيولي، پر وخت يې د روغتيا نړيوال سازمان او اړوندو هېوادونو او سيمو ته معلومات وړاندې او خپاره کړي.
د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مسئولينو چين ته د تلېفوني خواخوږيو او پيغامونو له لارې خپل ملاتړ څرګند کړی، د څه باندې ۳۰ هېوادونو حکومتونو او زياتو نړيوالو سازمانونو د چين لپاره اړوند طبي توکي برابر کړي او په چين کې زياتو ميشتو بهرنيو تصديو چين ته د پيسو او توکو بسپنې کړې چې نړيوالې ټولنې د رښتينو ګامونو له لارې په ستونزو کې د ملګرتيا مسئوليت عملي کړی او کوي يې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |