CRI Online

ولاديمير پوتين د سوريې مسئلې په اړه د روسيې ، ترکيې، فرانسې او جرمني د څلور اړخيزې سرمشريزې غونډې له جوړولو څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-24 12:00:58

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه وويل چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين د روسيې ترکيې، فرانسې او جرمني د څلور اړخيزې سرمشريزې غونډې د جوړولو له وړانديز څخه ملاتړ کوي او اوس بېلابېلې خواوې د دغې غونډې د پيل وخت په ټاکلو سلامشوره کوي.

خبر وايي چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه ويلي چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د جرمني صندراعظمې انګيلا ميرکل وړانديز وکړ چې د مارچ په ۵ مه نېټه په استانبول کې د سوريې مسئلې په اړه د روسيې، ترکيې ، فرانسې او جرمني ترمنځ څلوراړخيزه سرمشريزه ترسره شي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای