د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ د يو شمېر هېوادونو ائتلافي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه وويل چې دوی په همدې ورځ په صنعاء کې د حوثي ډلې د وسلو او بې پيلوټه الوتکو پر ګدامونو بريد وکړ او ويجاړ يې کړل.
د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وياند په همدې ورځ د سعودي د خبري اژانس له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حوثي ډلې صنعاء د خپلو باليستيک توغنديو او بې پيلوټه الوتکو د بسته بندۍ، زېرمې او توغولو پر مرکز بدل کړی او پدې سره يې په منظمه او سيستماتيکه توګه د سعودي پر ښارونو او عامو وګړو بريدونه کړي دي. نوموړي زياته کړه چې په همدې ورځ يې پوځي عمليات د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه د سعودي پر سرحدي ښارونو د حوثي ډلې توغنديز بريد ته په غبرګون کې ترسره کړل.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |