پدې وروستيو ورځو کې په جاپان او د کوريا جمهوريت کې پر ناول کورونا ويروس د اخته شوو شمېر لاپسې زيات شوی دی. د فبرورۍ په 23 مه نېټه د کوريا جمهوريت حکومت د دغه ويروس د خبرداري کچه تر ټولو سختې درجې ته پورته کړې ده. د دغه هېواد د ناروغيو کنترول وزارت لخوا خپره شوې شمېرنه ښيي چې د فبرورۍ د 23 مې نېټې د مازديګر تر څلورو بجو پورې په دغه هېواد کې پر ياد ويروس د اخته شوو شمېر 602 ته ورسيد او د همدې ورځې په شپه يو بل ناروغ مړ شو او د ټولو مړو شمېر 6 ته زيات شوی دی.
په جاپان کې د همدې ورځې د شپې تر نهو بجو او شلو دقيقو پورې پر دغه ويروس د اخته شوو شمېر 838 ښودل شوی دی.
برسيره پردې په ايتاليا او ايران کې د دغه ويروس د خپراوي حالات هم د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی، په ايتاليا کې پر دغه ويروس د اخته شوو شمېر 152 ښودل شوی چې پکې 3 تنه مړه شوي دي. په ايران کې د همدې ورځې تر غرمې پورې 43 کسان تشخيص شوي چې پر دې ويروس اخته دي او پکې 8 تنه مړه شوي دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |