CRI Online

د منځنۍ او ختيځې اروپا د ځينو هېوادونو سياستوالو د ناول کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د چين اقدامات وستايل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-24 12:15:37

د منځنۍ او ختيځې اروپا د ځينو هېوادونو سياستوالو د ناول کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د چين اقدامات وستايل

د منځنۍ او ختيځې اروپا د ځينو هېوادونو سياستوالو پدې وروستيو ورځو کې د ناول کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د چين اقدامات ستايلي او په بېلابېلو شکلونو يې پيغامونه ورکړي چې دوی د دې ستونزې پر وړاندې له چينايانو سره ولاړ دي.


د پولند ولسمشر اندرزيج دودا

د پولند ولسمشر اندرزيج دودا چين کې د کورونا ويروس د خپراوي له امله د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پينګ ته په پيغام کې ويلي چې د دغه ويروس د مخنيوي په برخه کې د چين اقدامات چټک او پرېکنده دي، د پولنديانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو خلک له ويروس سره مبارزه کې د چينايانو زړورتوب او يووالي ته احترام کوي.

د چک ولسمشر ميلوس زمان رئيس شي جين پينګ ته په پيغام کې له چينايانو سره خپله همدردي په ډاګه او ورڅخه يې ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې د چک خلک به له چينايانو سره اوږه په اوږه د ويروس پر وړاندې مبارزه وکړي او چينايانو ته به تر خپلې وسې مرستې برابرې کړي.


د سربيا ولسمشراليکساندر وچيچ

د سربيا ولسمشر اليکساندر وچيچ رئيس شي جين پينګ ته په پيغام کې وويل چې سربيا چين کې د دغه ويروس د خپراوي حالت ته پاملرنه کوي، د ويروس د چلنجونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دغه هېواد ملي قوت، شفافيت او اغېزمن تدابير او د خلکو يووالی ستايي او باور لري چې د رئيس شي تر ټينګې او سمې مشرۍ لاندې به چينايان هرومرو په دغه مبارزه کې بريالي شي.

د بلغارستان پخواني ولسمشر روسن پليونيليوف په خپلو خبرو کې وويل ، چې چينايان په دغه مبارزه کې زړورتوب او قوت ښکاري او موږ د دوی پر بري پوره باور لرو.


چين کې د کوراتيا سفير ميهيلين

په چين کې د کرواتيا، هنګري ، اسلاونيا،البانيا په ګډون د منځنې او ختيځې اروپا د يو شمېر هېوادونو سفيرانو هم په بېلابېلو شکلونو چينايانو ته د ويروس پر وړاندې مبارزې په اړه خپل ملاتړ څرګند کړی دي.


چين کې د البانيا سفير سيليم بلورتاجا


چين کې د هنګري سفير امري پيستي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای