CRI Online

د افغانستان په هرات ولايت کې د نوي ډول کورونا ويروس پر ناروغۍ دري شکمن ناروغان موندل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-24 13:26:25

د افغانستان هرات والي عبدالقيوم رحيمي د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغه ولايت کې د نوي ډول کورونا ويروس پر ناروغۍ دري شکمن ناروغان موندل شوي دي.

د نوموړي په وينا دغه دري کسان په دې وروستيو کې د ايران له قم ښار څخه راستانه شوي. د هغوی د وينو نمونې د تشخيص لپاره کابل ته استول شوي دي. هغه وويل چې درې واړه اوس تر قرنطين لاندې دي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کورونا ويروس شکمنې پيښې رامنځته شوې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای