CRI Online

د نړيوال بانک پخواني اقتصاد پوه: د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ د چيني اقتصاد پر مقام اغيزه نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-02-24 13:38:21

د نړيوال بانک پخوانی اقتصاد پوه او د کنيا کارپوه موانګي واجيرا د چين د مډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د نوي ډول کورونا ويروس ساري ناروغۍ په وړاندې د چين تدبيرونه د نومنوې بيلګې په توګه ګڼل کيږي. پر چيني اقتصاد د دغې ساري ناروغۍ د اغيزې د يادونې په وخت کې هغه وويل چې دغه اغېزه لنډمهاله ده. په چين کې دتوليد چارې اوس ورو ورو دوباره اعاده شوې او دغه ساري ناروغۍ د چين او د نړۍ د نورو هېوادونو تر منځ پر تجارتي اړيکو به منفي اغيزه وانه ونه لري.

نوموړي څرګنده کړه چې له ساري ناروغۍ سره په مقابلې کې د چين تدبيرونه د نومنوې بيلګې په توګه ګڼل کيږي او د بېلا بېلو هېوادونو د کارپوهانو لخوا ستايل کيږي. هغه وويل چې چين د نوي ډول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره ډېره مشکله پرېکړه وکړه. له پيل څخه د چين غبرګونونه په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي. مثلا د هو بۍ ولايت وو هان ښار قرنطين شوی، همهاله پر دغې ناروغۍ اخته شوي ناروغان تشخيص او ښه درملنه يې شوې. په يوه ژبه د ساري ناروغۍ په وړاندې د چين غبرګونونه د ټولو لپاره يوه ښه نمونه ده.

کارپوه واجيرا وويل چې افريقايان د دغې ساري ناروغۍ د خپرېدلو په هکله انديښنه لري. ځکه چې په افريقا کې طبي سيستم ډېر کمزوری دی او له دغې ساري ناروغۍ سره د مقابلې توان نه لري. خو اوس چين او نړيوال سازمانونه په دې باره کې له افريقا سره مرسته کوي.

د چين او افريقا تر منځ د تجارتي تګ راتګ په هکله مخکې هغې نظريې شتون درلودې چې د سيلانۍ، وارداتو او صادراتو په شمول څو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ به د ساري ناروغۍ تر بدې اغيزې لاندې وي. واجيرا وويل چې ساري ناروغۍ په مستقيمه توګه د سيلانۍ په ګډون پر ځينو چارو مستقيمې اغيزې لري. خو په تجارتي چارو کې دغه اغيزه دومره زياته نه ده. د ده په نظر دغه ساري ناروغۍ به ګام په ګام تر کنټرول لاندې راشي، نو دغه اغيزه به دومره اوږد وخت دوام ونه لري. هغه وويل چې په افريقا کې جنوبي افريقا، نايجريا، مصر، کنيا، حبشي، کانګو کين له چين سره په لوړه پيمانه تجارت لري، نو دغه ساري ناروغۍ د چين او د دغو هېوادونو تر منځ پر تجارت څرګنده اغيزه لري، خو دغه اغيزه د مختلفو څانګو له امله توپير لري. د چين او افريقا تر منځ تجارتي ارزښت د ټولې نړۍ پر اقتصا باندې کمه او ورو اغيزه لري او د دومره اوږدې مودې لپاره به دوام ونه لري.

کارپوه واجيرا په دې نظر دی چې اوس موږ وينو چې په چين کې دغه ساري ناروغۍ د کنټرول په حال کې ده چې د ناروغانو شمېر په مسلسلو څو ورځو کې کم شوی دی. په چين کې د بيا توليد کارونه پيل شوي دي. د ده په اند دغه ساري ناروغۍ به په نړۍ کې د دويم لوی اقتصاد په توګه د چين پر مقام اغيزه ونه لګوي. هغه وويل چې په چين کې ځينو فابريکو او کارخانو بيا خپل توليدي کارونه پيل کړي دي. له دې څخه څرګنديږي چې ښايي چې د دوی لخوا توليدوونکي توکي او مالونه به په راتلونکو يو سل شلو ورځو کې نړيوال بازار ته برابر شي. د ساري ناروغۍ اغيزه به دومره اوږد وخت دوام ونه لري او د چين او نورو هېوادونو تر منځ تجارتي اړيکو ته به زيانونه ونه رسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای