CRI Online

د چين د پرمختګ د پټ ځواک په عملي کېدو سره به نړيوال اقتصاد لا ثابت شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-24 20:14:40
د چين د پرمختګ د پټ ځواک په عملي کېدو سره به نړيوال اقتصاد لا ثابت شي

د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په چين کې د نوي کورونا ويروس د سږو ناروغۍ د وقايې او مخنيوي او د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د کارونو په اړه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې بايد د چين د پرمختګ ستر پټ او حياتي ځواکونه عملي شي او د روان کال د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ موخه بايد پوره شي.

اوس د چينايانو په کوښښونو سره د نوي کورونا ويروس د سږو ناروغۍ د وقايې او مخنيوي کارونو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او تمايل مخ په ښه والي دی. په ورته وخت کې چين کې ډېرو زياتو تصديو بيا کارونه پيل کړي دي.

د چين د کورنيو توليداتو ارزښت په نړۍ کې ۱۶ سلنه نيسي او د نړيوال اقتصاد په وده کې له ۳۰ سلنې نه زيات خدمتونه کوي. د يادې ناروغۍ د منفې اغېزې پر وړاندې، که د چين تګلارې لا وختي او اغېزمنې وي، د پرمختګ پټ او حياتي ځواکونه يې لا عملي شي، نو نړيوال اقتصاد به لا نور ثابت پرمختګ وکړي. نو چين د يادې ناروغۍ د وقايې او مخنيوي او د توليدي چارو د بيا پيل کارونه ښه ترتيبوي، دا نه يوازې د ځان لپاره بلکې د ګردې نړۍ لپاره يې ترسره کوي، د چين دغه عمل د نړيوال اقتصاد د زياتوالي او د عامو ګټو په اړه مسئولانه رويه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای