CRI Online

چين د امريکا او طالبانو ترمنځ د احتمالي سولې هوکړې هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 11:30:10

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په څليرويشتمه نېټه وويل چې چين د امريکا او طالبانو تر منځ د احتمالي سولې هوکړې هرکلی کوي او په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له نړيوالې ټولنې سره همکاريو ته چمتو دی.

وياند جاو لي جيان وويل چې چين د افغانستان د مسئلې په هکله د وروستيو پرمختګونو په اړه له اړوندو خواو سره نژدې اړيکې او همغږي لري. چين په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د رامنځته کېدلو په بهير کې د افغانانو تر مشرۍ لاندې د خپل هېواد د اداره کولو او د اړوندو خواوو ترمنځ د لا ډېرو خبرو اترو ملاتړ کوي. چين د امريکا او طالبانو ترمنځ احتمالي هوکړې هرکلی کوي او تمه لري چې دغه هوکړه به په سالمه توګه عملي شي او د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره به شرايط جوړ شي.

نوموړي وويل د چين په اند په افغانستان کې بهرني سرتيري بايد په منظم او مسولانه ډولوايستل شي تر څو په دغه هېواد کې حالات په ثابته توګه بل پړاو ته انتقال شي چې په انتقالي موده کې د ترهګرو د فعاليدو مخه ونيول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای