CRI Online

په افغانستان کې د ناول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کيدو لومړۍ پيښې راپور ورکول شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 11:31:36

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د فبرورۍ په څليرويشتمه نېټه په دغه هېواد کې د ناول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کيدو لومړۍ پيښه تائيد کړه.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وويل چې د کورونا ويروس لومړۍ پېښه په هرات ولايت کې موندل شوې. دغه ناروغ په دې وروستيو کې له نورو عامو خلکو سره مستقيم تماس نه لري او اوس قرنطين شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې په هرات کې د بيړنی حالت اعلان شوی او د دغه ولايت په سيمه ايز روغتون کې اتيا بسترونه زيات شوي. وزير وويل چې په دغه ولايت کې د افغانستان او ايران تر منځ په پوله کې د ساري ناروغۍ د مخنيوي ګروپ جوړ شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای