CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان پر دې ټينګار وکړ چې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ لويه ساري ناروغۍ نه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 11:37:06

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تان ديسای د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې که څه هم په ايټاليا ، ايران او کوريا جمهوريت کې د ناول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر د زياتېدو حالت د انديښنې وړ دی، مګر دا ناروغي لاهم يوه لويه ساري ناروغي نه ده.

نوموړي د روغتيا نړيوال سازمان په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې دغه سازمان د لويې ساري ناروغۍ د استفاده کولو په وخت کې بايد د ويروس د خپرولو جغرافيايي پراخوالي، د ساري ناروغۍ د سختوالي اندازې او پر ټولې ټولنې د اغيزو په شمول د شرايطو له مخې دوامداره ارزونه وشي. تر اوسه پورې دغه سازمان په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس بې کنټروله خپرېدلو او د دغه ويروس له امله د ډېرو زياتو سختو ناروغانو او د مړينې پيښو حالت نه دی ليدلی. نو اوس د لويې ساري ناروغۍ په توګه ګڼل له حقيقت سره سمون نه لري او شک نه شته چې د خلکو په منځ کې ويرې کېدلو لامل ګرځي او دا د ژوند د ژغورنې لپاره هيڅ مرستندويه رول نه شي درلودلی.

تان ديسای همهاله وويل چې اوس ټول هېوادونه، ناحيې، کورنۍ او اشخاص د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره هلې ځلې کوي او د احتمالي لويې ساري ناروغۍ لپاره تياريانې کوي. په دې وخت کې به دغه سازمان د خطرونو په اړه دوامدارې ارزونې وکړي او د ساري ناروغۍ د بدلون حالت په اړه به لا زياتې معاينې او څيړنې وکړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د بيړنيو چارو اجرائيوي منشي مايچيل ريان وويل چې د لويې ساري ناروغۍ مانا دا ده چې د ټولې نړۍ خلک پر دغې ناروغۍ د اخته کيدو خطر او ګواښ سره مخ شي. اوس په چين کې د تشخيص شويو ناروغانو شمېر ګام په ګام کم شوی چې دا د لويې ساري ناروغۍ له مانا سره توپير لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای