CRI Online

د وال سټريټ ورځپاڼه دې د خپلو کړو وړو بيه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 11:52:24

د فبرورۍ په شلمه نېټه د امريکا د وال سټريټ ورځپاڼې ۵۳ کارکوونکو د دغې ورځپاڼې مديريت ته يو ګډ بريښناليک واستاوه او په کې يې غوښتنه کړې ده چې د يوې تبصرې سرليک (چين په اسيا کې رښتينی ناروغ سړی دی) چې مخکې خپره شوې، اصلاح کړي او له اړوندو کسانو څخه دې بخښنه وغواړي. دغو کارکوونکو په بريښناليک کې ويلي چې دا د ايډېت او اصلاح کولو د خپلواک حق او د خبرونو او نظرونو تر منځ د توپيرونو مسئله نه ده، خو يو ناسم سرليک دی چې د چينايانو په ګډون يې د ډېرو خلکو بې احترامي کړې ده.

د وال سټريټ ورځپاڼې د فبرورۍ په درېيمه نېټه يوه تبصره خپره کړې وه چې د امريکا محافظه کاره ډيپلومات والتير روسيل ميد ليکلې. په دغه تبصره کې د مغرورې او بې منطقه رويې په غوره کولو سره د ناول کورونا ويروس په وړاندې د چين پر هڅو سترګې پټې شوې او غندل شوې او بې بنسټه د چين اقتصاد د کمزورتيا په هکله نظر ورکول شوی. همهاله د دغې تبصرې لپاره دغه سرليک (چين په اسيا کې رښتيني ناروغ سړی دی) ورکړی چې د نژادي تبعض مانا لري. نوموړي د چينايانو سخت قهر سره مخ او د نړيوالې ټولنې په کچه وغندل شو.

پر چين باندې د بد نيت او ناسمو تورونو په هکله به چين زغم ونه کړي. په دې وروستيو ورځو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت په بېجينګ کې د وال سټريټ ورځپاڼې د دريو خبريالانو د کارتونو لغوې اعلان وکړ چې په دې ورځپاڼې کې د ناوړه، سپکو او تبعيضي راپور د خپرولو او د بخښنې نه غوښتلو کړو وړو ته يې ځواب ورکړ. چين د قانون له مخې د بهرنيو هېوادونو د خبريالانو چارې اداره کوي. د وال سټريټ ورپاڼه بايد د خپلو کړو وړو وړ بيه ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای