CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير، د سوريې د شام فتحې جبهې په اړه د امريکا چلند د انديښنې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 11:55:25

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې ، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په مسکو کې د تاجکستان د بهرنيو چارو له وزير سيرودجيدين اسلوف سره له خبرو اترو وروسته يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د سوريې د شام فتحې جبهې په اړه د امريکا په شمول د ځينو غربي هېوادونو چلند د انديښنې وړ دی. روسيه نشي کولی د سوريې له ترهګريزو ډلو سره د ممکنه خبرو په اړه د امريکايي چارواکو څرګندونې ومني.

سيرګي لاوروف وويل چې د سوريې مسئلې په اړه د امريکا ځانګړي استازي جيمز جيفري او نورو امريکايي چارواکو څو ځلې ويلي چې امريکا حيات تحرير شام ډلې ته د ترهګريزې ډلې په توګه نه ګوري او ممکن د اړوندو شرطونو په پوره کولو سره ورسره خبرې وکړي. هغه وويل چې حيات تحرير شام ډله او د دې ډلې په مشرۍ د شام فتحې جبهې ډله دواړه د م م د امنيت شورا لخوا د ترهګريزو ډلو په توګه ګڼل کيږي او د امريکا لخوا د تروريستي ډلو په نوم لېست کې هم شامل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای