CRI Online

د فلسطين اسلامي جهاد ډلې له اسرائيلو سره د اوربند اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 11:57:42

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فلسطين اسلامي جهاد ډلې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه وويل چې دغه ډله او اسرائيل د شپې راهيسې په غزه کې اوربند پيل کړی دی. خو اسرائيلو په دې اړه لا تر اوسه خپل دريځ نه دی څرګند کړی.

په لبنان کې د دې ډلې لوړ پوړي چارواکي احسان عطيه په همدې ورځې په تليفون باندې د سين هوا خبري اژانس خبريال ته وويل چې د نړيوالې ټولنې له همغږۍ وروسته د اسلامي جهاد ډله او اسرائيل د ۲۴مې نيټې له شپې راهيسې د غزې په سيمه کې اوربند عملي کړی. هغه وويل د اسلامي جهاد ډله به د اوربند هر ډول سرغړوونکو عملونو په وړاندې غبرګون وښيي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای