CRI Online

د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډ پلاوي مشر : واقعيت ښيي چې د له کورونا ويروس سره د مبارزې لپاره د چين لارې چارې بريالۍ دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 12:23:40

د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډې ډلې چين کې له ۹ ورځني تفتيش او پلټنې وروسته د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه په بېجينګ کې يوې مطبوعاتي غونډې کې د خپلې پلټنې په اړه معلومات ورکړل. په ياده ګډه کاري ډله کې د بهرنيو کارپوهانو مشر په خپله وينا کې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين هڅې وستايلې او هغې يې بريالۍ لارې چارې وبللې. ګرانو دوستانو، نننۍ خپرونه مو پر همدې موضوع څرخي، هيله ده چې د خپرونې تر پای شېبې راسره پاتې شئ.

په ياده ډله کې د چيني کارپوهانو مشر، همداراز د چين د روغتيا ملي کمېټې چارواکي (ليانګ وان نيان) وويل چې دوی په بېلابېلو ځايونو کې د ناول کورونا ويروس د ۱۰۴ سټرېنونو (strain) د جين(gene) په اړه څېړنه کړې او موندلې يې ده چې د دغه جين ورته والی ٪99.9 ته رسېدلی، دا د دې معنا لري چې په دې ويروس کې څرګند بدلون نه دی رامځته شوی. د دې ترڅنګ په بېچينګ،ګوانګ دونګ، سه چوان او هو بۍ کې د شوې پلټنې نتيجه ښيي چې پر ويروس د اخته کسانو منځنی عمرونه د ۵۱ کلنۍ ترمنځ دي او په ټولو کې ٪77.8 سلنه ۳۰- ۶۹ عمر لرونکي دي او ٪77.5 سلنه د هو بۍ ولايت اوسېدونکي دي. پلټنه همدارنګه ښيي چې اسمان څالی ښيي د کورونا ويروس څښتن وي او پينګولي يعنې موش خورما ممکن له اسمان څکالي څخه انسانانو ته د ويروس له انتقالوونکو څخه يو وی. ښاغلي ليانګ وان نيان پدې اړه وويل:

((موږ پدې نظر يو چې د تنفس او لمس کول د ويروس د خپرېدو او سرايت عمده لاره ده. د ځينو ناروغانو په ادرار او غايظه کې هم ويروس پيدا شوی، نو داسې يوه بله شونتيا هم شته چې د انسانانو له ادرار او غايظه څخه ويروس د انسانانو د خولو له لارې بند ته داخليږي. ))


ښاغلی ليانګ وان نيان د وينا په حال کې دی

په ياده کاري ډله کې د بهرنيو کارپوهانو مشر او د روغتيا نړيوال سازمان د مدير لوړپوړي سلاکار بروس الوارډ په خپلو خبرو کې له ويروس سره د مبارزې لپاره د چين اقدامات اغېزمن وبلل او ويې ويل:

((له شک پرته د چين زړ ور اقدامات د ويروس د لاسخت او چټک خپرېدو د مخنيوي سبب شوي. چين ته زموږ له رسېدو وروسته دوو اوونيو کې هره ورځ تر دوو زرو ډېر ناروغان تشخيص کېدل. خو تېره ورځ کله چې پلټنه مو پای ته ورسيده، د نويو تشخيص شوو په شمېر کې ٪80 کموالی راغلی چې ۴۱۶ تنه ښودل شوی دی. زموږ د پلټنې نتيجې او هغه څه چې چين کې مو ليدلي ، يوځل بيا د ياد شمېر کموالی تصديق کړی دی.))


ښاغلی بروس الوارډ د وينا په حال کې دی

نوموړي همدارنګه زياته کړه: ځيني کسان پدې اند دي چې په داسې حال کې چې د ويروس ضد ځانګړي درمل او واکسين نه دي پيدا او جوړ شوي ، نو انسانان د ويروس د مخنيوي لپاره هيڅ اغېزمنې لارې چارې هم نه لري ، خو چين په همدغسې حال کې هره ممکنه لاره ازمويي او په ټول توان د ناروغانو درملنه کوي، حقيقت ښيي چې د چين دغه اقدامات بريالي دي.

(د چين حکومت او ټولو خلکو د ويروس پر وړاندې مبارزه کې برخه اخيستې او دغه هڅې يې واقعاً د ويروس لمن او د لازياتو مړينو د مخنيوي لپاره اغېزمنې دي، زموږ په اند دغه لوی او ارزښتناک پرمختګ دی.))

د کارپوهانو ډله د فبرورۍ په ۱۷ مه نېټه د پلټنې لپاره بېجينګ، ګوانګ دونګ او سه چوان ته تللې ده او په ۲۲ مه او ۲۳ مه نېټه کې يې په هو بۍ ولايت کې پلټنه وکړه او چيني خوا ته يې د خپلې پلټنې په اړه معلومات ورکړل او ځيني وړانديزونه يې هم وکړل. د چين د روغتيا ملي کمېټې مشر (ما شياو وې) د بهرنيو کارپوهانو له همکاريو او مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې چين د ويروس پر وړاندې د مبارزې په برياليتوب باور لري او توان يې هم لري، چين به په مداومه توګه د ټاکلي پلان له مخې اړوند کارونه په ښه او منظمه توګه ترسره کړي، د مختليفو سيمو له واقعيتونو سره سم به خپل تدابير تنظيم او برابر کړي او د ويروس د مخنيوي ترڅنګ به اقتصادي او ټولنيزه وده هم وهڅوي.


بهرني کارپوهان په وو هان کې له چيني ډاکټرانو سره د خبرو په حال کې


بهرني او چيني کارپوهان په وو هان کې د ويروس په اړه د پلټنې په حال کې دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای