د م م سرمنشي انټونيو ګوټرېس د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه په جينوا کې د روغتيا نړيوال سازمان په مقر کې په خپله وينا کې وويل، ما د روغتيا نړيوال سازمان له هغو کارکوونکو څخه چې په دې وروستيو ورځو کې د کورونا ويروس د پلټنې لپاره چين ته تللي، معلومات ترلاسه کړي چې د فبرورۍ له پيل څخه په دغه هېواد کې هره ورځ د نويو تشخيص شوو ناروغانو شمېر مخ په کمېدو دی، هيله ده چې دغه تمايل دوام ولري . زه له چينايانو څخه مننه کوم چې دوی د ويروس د مخنيوي لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي او دغه خدمتونه د ټولو انسانانو لپاره دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |