د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې په پسرلي کې د چين د کرهنيزو چارو او کارونو د لارښوونې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې د ګواښونو او ننګونو پر وړاندې دې کرهنيزې چارې او د غلو دانو او نورو خوراکونو برابري دې وساتل شي. د دغه ګوند د بېلا بېلو کچو کمېټې دې د کرنې، کليوالو او بزګرانو کارونو ته لومړيتوب ورکړي، څو په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ او د بې وزلۍ د پوره له منځه وړلو لپاره ښه او کلک کرهنيز بنسټ وړاندې شي. د دې ترڅنګ، اړوندې خواوې بايد د ناول کورنا ويروس د وقايې او کنترول په بهير کې د اقتصادي او سوداګريز پرمختګ په برخه کې د سږنۍ موخې د پوره کولو لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |