د نوي کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډې ډلې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د يادې ګډې ډلې په نظر، د چين لخوا نيول شويو تدبيرونو د ويروس د مخنيوي په برخه کې ډېر ښه اثر تر لاسه کړی او لږ تر لږه يې سلګونه زره کسان له دې ويروس څخه ژغورلي دي. دوی له نورو هېوادونو څخه هم وغوښتل چې بايد د چين د تدبيرونو بيا ارزونه وکړي.
چين د نړيوالې روغتيا لپاره ډېرې مسئولانه چارې تر سره کړي، دغه هېواد به تر خپلې وسې پورې د دې ويروس مخنيوی وکړي، له بېلابېلو خواوو سره به د دې ويروس د وقايې او کنترول تجربې شريکې کړي، د دې ناروغۍ د درمل او واکسين د جوړونې په برخه کې به همکارۍ وکړي او له چين څخه بهر نورو هېوادونو سره به تر وسې پورې خدمتونه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |