CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزات وياند: چين د افريقا مرستې له زړه او ذهن څخه نه باسي او د خپل توان په اندازه به ورسره مرستې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-25 19:54:57

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، که څه هم افريقايي هېوادونه محدود شرايط لري، خو دوی د کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې له چين څخه ارزښتناک ملاتړ کړی او مرستې يې ورسره کړې دي. چين به دغه دوستي او مرستې له زړه او ذهن څخه و نه باسي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو عملي کولو ته به دوام ورکړي او له هغو هېوادونو سره به مرستې وکړي چې طبي سيستم يې کمزوری دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای