د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د چين د پسرلنيو کرهڼيزو چارو په اړه مهم حکم ورکړ؛ نوموړي په ياد حکم کې ويلي چې د ننګونو پر وړاندې بايد کرهڼيزې چارې په ثابت ډول تر سره شي او د غلو دانو او مهمو خوراکي موادو امنيت بايد تامين شي، تر څو د نوي کورونا ويروس پر ضد روان جنګ کې د برياليتوب او د روان کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د موخو د پوره کېدو لپاره ټينګ بنسټ برابر شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |