CRI Online

د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ د کارپوهانو د څار ګډې ډلې بهرني مشر : له دې ناروغۍ سره د چين د مقابلې تدبيرونه اغيزمن دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 13:04:39

د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ په هکله د چين او د روغتيا د نړيوال سازمان د کارپوهانو څارګډې ډلې بهرني مشر او د دې سازمان د عمومي مدير لوړ پوړي سلاکار بروس ايلوالد د فبروري په ۲۵مه نېټه په ژنيو کې د دې سازمان په مقر کې يوه خبري ناسته تر سره کړه او له چين څخه د ليدنې په باب يې معلومات وړاندې کړل. تر دې وروسته هغه زمونږ له خبريال سره مرکه ومنله.

ياده ډله د وبا ناروغۍ،د ويروسونو ،کلينيکي ادارې او عامه روغتيا په شمول برخو کې د ۲۵ کورنيو او بهرنيو کارپوهانو له خوا جوړه شوې او په وار سره يې د بېجينګ ښار، د ګوانګ دونګ ، سه چوان او هو بۍ ولايتونو څخه نهه ورځنۍ ليدنه وکړه.د دې ډلې بهرني مشر او د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير لوړ پوړي سلاکار ډاکتر بروس ايلوالد په همدې ورځ په دې خبري ناسته کې وويل چې د دې ډلې کارپوهانو د ويروس د پېژندلو، د دې ويروس د خپرېدو حالت د اټکل، د دې ويروس د خپرېدو ځانګړتياوو، د نوي کورونا ويروس د سږي ناروغۍ د سختوالي او په دې برخه کې د چين حکومت د مقابلې تګلارې او تدبيرونو په باب بحثونه وکړل او وړانديز يې وکړ چې مختلف هېوادونه د دې ويروس د خپرېدو حالت څارنه وکړي او د دې ويروس د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي. د دې ترڅنګ هغه له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د دې ويروس په اړه معلومات يو له بل سره شريک کړي او په ګډه له دغې ناروغۍ سره مقابله وکړي.

تر دې خبري ناستې وروسته ايلوالد زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين حکومت له دغه عامه روغتياضد پېښې سره د مقابلې لپاره بې ساري تدبيرونه نيولي او د بېلا بېلو ځايونو له حالاتو سره سم يې خپل تدبيرونه تنظيم کړي چې ښې پايلې تر لاسه شوې او تجربه يې د زده کړې وړ ده. هغه وويل د چين حکومت د عامه روغتياضد پېښو د کنټرول تدبيرونه نيولي او هغه کسان يې پيدا کړي چې له تشخيص شويو ناروغانو سره يې نژدې تماس نيولی وو، او هيله يې وښودله چې له دې لارې د دغه ويروس د خپرېدا لوری بدل کړي.دا يو ستونزمن کار دی، خو مونږ له دې څخه ډېر اغيزمن شوي يو او ډېرې تجربې مو ترې زده کړې.

هغه دې ته په اشارې سره وويل چې اوسنۍ شمېرنې ښيي چې د چين له خوا د نيول شويو تدبيرونو له امله په دې ويروس د اخته شويو کسانو د شمېر د زياتوالي حالت بدل شوی دی . له دې څخه ښکاري چې د چين مشرانو سمې پرېکړې وکړې او په دې بهير کې د چينايانو يووالی ساتل شوی دی.د اړوندې شمېرنې له مخې په چين کې د دې ويروس د خپرېدو تر ټولو لويه څپه تېره شوه. هغه وويل،په چين کې د دې ويروس د خپرېدو تر ټولو لويه څپه تېره شوه او په دې ويروس د اخته شويو کسانو ګراف راټيټ شوی دی.

نوموړي له چيني کارپوهانو سره د دې همکارۍ لوړه ارزونه وکړه او ويې ويل چې دغې همکارۍ پر مونږ ډېره اغيزه وکړه چې چينايانو اړوند مقررات په فعاله توګه مراعات کړي او حکومت يې په جدي توګه تدبيرونه پلي کړي دي.هغه وويل چې په دې مبارزه کې د چين د حکومت او چينايانو پر برياليتوب ته خوشبين دی. هغه وويل، تمه لرم چې د چين حکومت او چينايان به په دې برخه کې بری ومومي او خپله موخه به تر سره کړي.که څه هم دا يو نوی ډول کورونا ويروس دی او مونږ نه شو کولی چې د دې ويروس د خپرېدو راتلونکی حالت اټکل کړو، خو چين په سمه لاره کې ګامونه پوره کوي.

هغه زياته کړه چې د دغې ستونزې پر وړاندې د چينايانو مشترکه هيله او ټينګه اراده ډېره مهمه ده. په دې هکله هغه هم له چينايانو څخه مننه څرګنده کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای