د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فبروري په ۲۵مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۳مه غونډه کې د بېجينګ د ښځو په نړيواله غونډه کې د بېجينګ اعلاميې او عملي مرام نامې د تصويبېدو د ۲۵مې کاليزې په مناسبت د لوړې کچې مباحثوي غونډه تر سره کړه.د څه باندې سلو هېوادونو لوړ پوړي استازو، په ژنيو کې د مختلفو هېوادونو سفيرانو او ديپلوماتانو او د نړيوالو سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ.
د م م د ژنيو په دفتر کې او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو دايمي چيني استازي چن شيو په خپله وينا کې وويل چې د بېجينګ اعلاميې او عملي مرانامې د تصويبېدو له ۲۵کلونو راهيسې د بېلا بېلو خواوو په ګډو هڅو سره د ښځو نړيوالو چارو مثبت پرمختګونه موندلي، خو جنسي مساوات او د ښځو پرمختګ لاهم له ډېرو ستونزو سره مخ دی. نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې ګډې هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |