د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د روغتيايي چارو کميټې د فبروري په ۲۶مه نېټه خبر ور کړ چې د روانې مياشتې د ۲۵مې نيټې له صفر بجې څخه تر ۲۴ بجو پورې د چين په ۳۱ ولايتونو، د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې ښارونو ، کورواکو سيمو او د شينجيانګ د توليد او ابادۍ لښکر کې د نوي ډول کورونا ويروس په اړه د نوي تشخيص شويو ناروغانو شمېر ۴۰۶ ته رسيدلی دی.
د همدې ورځې تر ۲۴ بجو پورې د اړوند راپور له مخې د تشخيص شويو ناروغانو عمومی شمېر ۴۵ زره او ۶۰۴ ته رسيدلی،د مړو شمېر ۲۷۱۵ و او ۲۹ زره ۷۴۵ تنه روغ او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |